کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په سوېل ختیځ بلوچستان ایالت کې د وسلوالو په یو کمین کې ۱۸ پاکستانی پوځیان وژل شوی او درې نور ټپیان دی.
د پولیسو یوه چارواکی چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شی فرانس پرېس خبری آژانس ته ویلی، چې شاوخوا ۸۰ وسلوالو د بلوچستان ایالت منګوچار ښار ته نږدې د سرحدی ملیشه ځواکونو پر یو موټر برید وکړ.
د هغه په خبره د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو په اساس په دې برید کې ۱۷ مسافر او یو نیمه پوځی چې د دوی مرستې ته راغلی و ووژل شول.
دې سرچینې زیاته کړې، چې په برید کې درې ملېشه عسکر سخت ټپیان شوی هم دی او دوه نور له سیمې روغ تښتېدلی، خو د پاکستان پوځ په یوه خپاره کړی بیان کې د ۱۸ نیمه پوځی عسکرو وژل کېدل تایید کړی دی.
د پاکستانی پوځ د معلوماتو له مخې دغه برید کې ۱۲ وسلوال هم دوی وژلی، خو وسلوالو لا تر دې دمه په دې تړاو څه نه دی ویلی.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا پېښه غندلې ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ