کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۴ مه نېټه)
د تورخم بندر د انتقالاتو آمر بخت جمال ګوهر ویلی، د پاکستان له لوری د تورخم بندر له لارې د مهاجرینو او انتقالاتو آمریت ته ۱۴۱ افغان بندیان وسپارل شول.
د نوموړی په وینا دغو بندیانو کې نارینه، ښځې او ماشومان شامل دی.
دغه بندیان چې د کنړ، کاپیسا، میدان وردګ، کندوز، خوست، کابل، بغلان، لغمان، پکتیا، بامیان، ارزګان او په ځانګړی ډول د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې سره له دې چې قانونی اسناد یې درلودل، نیول شوی او تورخم ته انتقال شوی دی.
ګوهر زیاتوی، دا لومړی ځل دی چې پاکستانی چارواکی په دومره لوړه کچه افغان بندیان په ډله ییز ډول افغانستان ته رااستوی.
د ده په خبره ډېری دغوه کسان د اسلاماباد له زندانونو خوشې شوی، چې د بند موده یې له ۵ تر ۱۰ ورځو پورې وه.
افغان لوری یاد بندیان د مرستې او ترانسپورټ لپاره ۵۰ تنه انفرادی کسان او ۱۸ کورنۍ (چې ټولټال ۶۶ کسان کیږی) IOM موسسې ته وسپارل شول.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ