کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې عربی رسنیو راپور ورکړی، چې د سوریې انتقالی حکومت مشر احمد الشرع د سعودی عربستان له بادشاه او ولیعهد سره لیدلی.
عربی رسنیو راپور ورکړی، چې د سعودی عربستان ولیعهد تېره ورځ ریاض کې له احمد الشرع څخه هرکلی کړی دی.
له دې وړاندې محمد بن سلمان د سوریې انتقالی دولت د رییس په توګه د احمد الشرع د ګمارل کېدو مبارکی ورکړې وه.
په سوریه کې له وروستیو بدلولونو وروسته د سعودی د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان دمشق ته تللی و.
د سوریې انتقالی دولت ولسمشر له العربیې سره په مرکه کې ویلی، سعودی عربستان د سوریې په راتلونکې کې مهم رول لوبولی شی.
د یادولو وړ ده، چې دا د احمد الشرع لومړنی بهرنی سفر دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ