کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۵ مه نېټه)
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلی، چې یاد ریاست د ننګرهار په اوو ولسوالیو کې د ۷ چکډېمونو د جوړولو چارې پیل کړې.
د ننګرهار کرنې رییس مولوی محمد ولی محسن ویلی، د دغو چکډېمونو جوړول د بارانی اوبو د ذخیره کولو او د ځمکې لاندې اوبو د سطحی لوړولو په موخه ترسره کیږی.
دا چکډیمونه به د ننګرهار په اچین، ګوشته، هسکه مېنه، پچیراګام، کامه، مهمندره او بټی کوټ ولسوالیو کې د یوې میاشتې په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.
د دوی په وینا، د دغو چکډیمونو په جوړولو نږدې ۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځی، چې د یوې میاشتې په ترڅ کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کرنې وزارت د اوبو لګولو او نوې ټکنالوژۍ د ترویج رییس مولوی معاذ الله عادل وویل، د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې د اوبو ذخیره کولو، سېلابونو مخنیوی او چینو او کاریزونو تاندولو لپاره د چکډېمونو جوړولو لړۍ روانه ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ