ا.ا: کورنۍ بودجه د امنیتی بنسټونو ټولې اړتیاوې پوره کولی شی

ګهیځ: نن شبنه (د کب ۱۴مه او د مارچ ۵مه نېټه ده) د افغانستان د ا.ا د ریاست الوزراء مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی وایی، د دوی کورنۍ بودجه د امنیتی بنسټونو لپاره بسنه کوی.
حنفی نن په کابل کې د پولیسو له اکاډمی څخه د سلګونو پولیسو فراغت غونډې ته د خبرو پر مهال ویلی چې ا.ا په نړیوالو نورمونو د برابرو پولیسو جوړولو ته ژمن دی.
هغه زیاته کړې ده چې ا.ا د خپلو امنیتی ارګانونو ملاتړ او تجهیز ته چمتو دی او په وینا یې، د افغانستان کورنۍ بودجه د امنیتی بنسټونو د ټولو اړتیاوو د پوره کولو وړتیا لری.
هغه دغه راز زیاته کړې ده چې واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم په ټول هېواد کې سراسری امن راغلی دی او هر څوک بې له کومې وېرې خپل ژوند ته ادامه ورکوی.
حنفی ټینګار کړی دی چې ا.ا به د هېواد د ابادۍ او ښېرازۍ لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.