کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روسیې ټاس خبری آژانس خبر ورکړی، چې د فلسطین د حمـ ـاس جـ ـهادی غورځنګ د سیاسی دفتر مرستیال مـ ـوسی ابو مـ ـرزوق په مشرۍ یو پلاوی مسکو ته د سفر پلان لری، څو د بشری ناورین د کمولو په موخه له روسی چارواکو سره خبرې وکړی.
د یاد آژانس د راپور له مخې، د حـ ـماس غورځنګ یوې سرچېنې ویلی، چې دغه پلاوی به نن دوشنبه مسکو ته سفر وکړی او له روسی چارواکو به وغواړی، چې پر اسراییلو فشار راوړی، څو خپلو ژمنو ته غاړه کېږدی.
یاد سفر په داسې مهال ترسره کیږی، چې غزه کې صهیونېستی ځواکونه وخت ناوخت له اوربند څخه سرغړونې کوی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ