کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلی، افغانستان لا هم د ناچاودو توکو له جدی خطر سره مخ هېواد دی.
د اوچا د راپور له مخې، څه باندې ۳.۳ میلیونه کسان د ناچاودو توکو له خطر سره مخ سیمو ته نږدې، د یو کیلو مترۍ په فاصله کې ژوند کوی او هره میاشت د دغو توکو د چاودنو له امله ۵۵ ملکیان وژل کیږی یا ټپیان کیږی.
اوچا زیاتوی، د قربانیانو ۸۰ سلنه ماشومان دی، چې دا د ناچاودو توکو د دوامداره خطر جدی والی ته اشاره کوی.
افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله په لویه کچه سیمې د ناچاودو توکو له خطر سره مخ وې، چې دغه خطر اوس هم په ډېری سیمو کې موجود دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ