کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د رییس الوزرا په مشرۍ د سرپرست حکومت د کابینې ۱۵مه غونډه ترسره شوه، چې په کې د هېواد پر مهمو اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي موضوعاتو بحث وشو او اړوند لازمې پرېکړې وشوې.
د چارو ادارې لوی ریاست ویلي، د یادې ناستې پر مهال اداري مرستیال ته دنده سپارل شوې، چې د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست له مسوولینو سره مشوره وکړي، څو د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د مېشتو امنیتي مسوولینو او منسوبینو ستونزې حل شي.
د غونډې په دوام یوه پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د ننګرهار ولایت د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې د سوداګرو ستونزې وڅېړي او لازمې همکارۍ ورسره ترسره کړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/