‏هند د غنمو درېمه جوپه افغانستان ته رالېږی

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۱۵مه او د مارچ ۶مه نېټه ده) هندی حکومت ویلی، چې د زېږدیز کال په روانه میاشت کې د مرسته شویو غنمو ۳مه جوپه چې ۸ زره ټنه غنم دی، افغانستان ته لېږی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه وایی هېواد یې له افغانانو سره چې د اسلامی امارت له بیا واکمنېدو راهیسې له لا زیاتې بې وزلۍ او لوږې سره مخ دی دا غنم مرسته کوی.
هند له افغانستان سره ټوله د ۵۰ زره مټریک ټنه غنمو مرسته اعلان کړې چې تر دا مهاله یوازې ۲ زره ټنه غنم هېواد ته رسېدلی دی.
دغه غنم د پاکستان له لارې افغانستان ته استول کېږی.
ورته مهال رویټرز اژانس بیا راپور ورکړی چې ښایی پاکستان د هندوستان د غنمو جوپې داسې په اسانه افغانستان ته پرې نه‌‌ ږدی، ځکه پاکستان له ډېر پخوا راهیسې د هند د ټرانزیټ مالونو په وړاندې خنډونه جوړ کړی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.