کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانیو ثبات ساتنې لپاره د سوداګرۍ خونې او افغانستان بانک همکارۍ په اړه خبرې شوی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د افغانستان بانک د ملاتړ په موخه ځانګړی پروګرام جوړ کړی، چې موخه یې د افغانیو د ارزښت ساتنه او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د ثبات ټینګښت دی.
په دې پروګرام کې د افغانستان بانک لومړی مرستیال صدیقالله خالد ویلی، د سرپرست حکومت د اقتصادی پالیسو له امله په تېرو کلونو کې افغانیو په سیمه کې نسبی ثبات موندلی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو هم د افغانیو د ارزښت د کمېدو راپورونه منفی تبلیغات وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د ثبات ساتلو لپاره له افغانستان بانک سره پوره همکاری کوی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ