کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت ویلی، چې د راتلونکی کال له پیله به په کابل کې د سرطانی ناروغیو لپاره یو ۲۰۰ بستریز روغتون فعالیت پیل کړی.
دغه وزارت د سرطان سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلی، یاد روغتون به د ځانګړو اسانتیاوو لرونکی وی او د سرطانی ناروغانو لپاره به پرمختللی روغتیایی خدمات وړاندې کړی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان همدا راز زیاته کړې، چې د کابل ترڅنګ به د هېواد په پنځو زونونو کې هم د سرطانی ناروغانو د درملنې ځانګړی مرکزونه جوړ شی.
نوموړی ویلی، چې د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم د سرطان ناروغۍ کچه مخ پر زیاتېدو ده او یوازې سږ کال شاوخوا ۶ زره نویو ناروغانو د درملنې لپاره بېلابېلو روغتونو ته مراجعه کړې ده.
د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، دغه نوی روغتیایی مرکزونه به د هېواد دننه د سرطانی ناروغانو درملنې ته اسانتیاوې برابرې کړی، څو دوی اړ نه شی چې د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته لاړ شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ