کمال خان بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې کمال خان بند نن د سرپرست حکومت د لوړپوړو چارواکو او مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

کمال خان بند د نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې د هلمند سیند پر اوږدو کې موقعیت لری، چې د هېواد د اوبو مدیریت، کرنیز پرمختګ او انرژۍ تولید لپاره حیاتی ارزښت لری.

د کمال خان بند د جوړولو چارې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې پیل شوې وې او په دریو پړاوونو کې بشپړې شوې.

د یاد بند لوړوالی ۱۶ متره دی، چې ۵۲ میلیونه متر مکعب اوبه زېرمه کولی شی.

د دې بند په بشپړېدو سره به ۱۸۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه او ۹ میګاواټه برېښنا به هم تولید شی، چې د سیمې د اوسېدونکو لپاره به د پام وړ اقتصادی ګټې ولری.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.