کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار په لرې پرتې ولسوالۍ حصارک کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د وچ خوړ بند جوړولو چارې پیل شوې.
دغه بند ۶۸ متره اوږدوالی، ۹ متره پراخوالی او ۱۰ متره لوړوالی لری، چې د ۷۸ زره ۳۳۲ متره مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت به ولری.
د یاد بند د بنسټ ډبره د ننګرهار مرستیال والی مولوی عزیزالله مصطفی کېښوده.
نوموړی وویل، د دغه بند د جوړولو چارې به د UNDP ادارې په مالی ملاتړ او د ارمان شرق ساختمانی شرکت له لوری په یو کال کې بشپړې شی.
د مسوولینو په وینا دغه بند به دوه دروازې ولری، چې د موسمی سېلابونو پرمهال به د رسوباتو تصفیه او د اوبو تنظیم کې مهم رول ولوبوی.
د پرانیستې مراسمو ته د وینا پر مهال مرستیال والی له ساختمانی شرکت څخه وغوښتل، چې د بند جوړولو چارې د ټاکل شوې مودې دننه او د انجینری معیارونو مطابق بشپړې کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ