د فرانسې ولسمشر احمد الشرع ته د ورتګ بلنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د سوریې د انتقالی حکومت له ولسمشر احمد الشرع سره په ټیلیفونی خبرو کې د سوریې پر اقتصادی وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړی.

مکرون احمد الشرع ته بلنه ورکړې، چې په راتلونکو اونیو کې پاریس ته سفر وکړی.

تر دې وړاندې د جرمنی او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو، انالینا بایرباک او ژان نول باروت د جنورۍ په ۳مه دمشق کې له احمد الشرع سره وکتل.

دوی ژمنه وکړه چې که د سوریې انتقالی حکومت په سیاسی خبرو کې د هېواد ټولې توکمیزې او مذهبی ډلې شاملې کړی، اروپا به یې ملاتړ وکړی.

د سوریې انتقالی حکومت د بشار الاسد له نسکورېدو وروسته د نړیوالو اړیکو په ټینګولو کې هڅې ګړندۍ کړې دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.