نن د دولتی کارکوونکو د تېرې میاشتې معاشونو د ورکړې لړۍ پیلیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت مرکزی ویاند  ذبیـ.ـح‌الله مـ ـجـ.ـاهد ویلی، چې نن شنبه په ټول هېواد کې د دولتی کارکوونکو د معاشونو د ورکړې لړۍ پیلیږی.

نوموړی زیاته کړې، چې د معاشونو د ورکړې لړۍ د ښه تنظیم لپاره به په لومړۍ ورځ د بهرنیو چارو، حج او اوقافو، کډوالو چارو، صنعت او سوداګرۍ، ملی دفاع، لوړو زده‌کړو، کانونو او پټرولیم او مالیې وزارتونو کارکوونکو ته معاشونه ورکړل شی.

د ده په خبره د پاتې وزارتونو او دولتی ادارو معاشونه به هم په راتلونکو څلورو ورځو کې اجرا شی، څو ټول دولتی کارکوونکی خپل مالی امتیازات ترلاسه کړی.

وړاندې تر دې د دغو معاشونو ځنډ اندېښنې زېږولې وې، خو د حکومت مرکزی ویاند یې علت د  کال وروستۍ میاشتې او د بودیجې کسر ښودلی و.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.