کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایرانی رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د سختې سړې هوا له امله دولتی ادارې او تعلیمی مرکزونه تړل شوی دی.
د اېرنا خبری آژانس د راپور له مخې ایرانی چارواکو دغه پرېکړه وروسته له هغې کړې، چې د دې هېواد د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو ورځو کې د هوا سختې سړېدو خبر ورکړ.
د ایران د هوا پېژندنې ملی ادارې ویلی، چې په شمال لویدیځ اردبیل ولایت کې به د تودوخې درجه تر منفی ۱۸ سانتی ګرادو پورې ټیټه شی، چې له امله یې د خلکو ژوند اغېزمن کېدلی شی.
د دې وضعیت په پام کې نیولو سره د دولتی ادارو او تعلیمی مرکزونو د بندېدو پرېکړه شوې، څو خلکو ته د سړې هوا سره د مبارزې اسانتیاوې برابرې شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ