کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د پوځ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلی، چې افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د امریکا پوځی تجهیزات په ناوړه توګه پرته له کوم دلیله پرېښودل شوې دی.
د ده په خبره دا د دغه هېواد د پوځی تجهیزاتو یوه کوچنۍ برخه ده.
تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ د خپلې دوهمې دورې ولسمشرۍ د لوړې تر مراسمو وروسته هم ویلی وو، چې افغانستان کې پاتې دغه پوځی تجهیزات به بېرته ترلاسه کوی.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی بیا ویلی وو، چې دغه پوځی تجهیزات د افغانستان شتمنۍ ده او هېچاته به ورنه کړل شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ