مېدان وردګو کې له پوهنې ریاست سره د ۳ لکه ډالرو په ارزښت د درسی توکو مرسته وشوه

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف د مېدان وردګ ولایت د پوهنې له ریاست سره د څه باندې ۳۰۰ زره امریکایی ډالرو په ارزښت د ښوونیزو او اداری توکو مرسته وکړه.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست د مسوولینو په خبره له دغو مرستو به د لومړنۍ دورې څه باندې ۵۰ زره ۵۰۰ زده کوونکی برخمن شی.

یونېسف د دې مرستې په ترڅ کې د ښوونځیو لپاره اړین مواد او توکی لکه کتابونه، کاغذ، د لیکلو وسایل او نور ښوونیز تجهیزات وړاندې کړی دی.

د مسوولینو په خبره دا مرستې به زده کوونکو ته د زده کړې په ښه محیط کې د پرمختګ زمینه برابره کړی.

د پوهنې ریاست مسوولینو په دې اړه خپل اطمینان څرګند کړی، چې دغه مرستې به د ښوونې او روزنې په کېفیت کې لوی بدلون راولی.

مېدان وردګ د هېواد یو له هغو ولایاتو دی، چې د تېرو جګړو پرمهال له هر اړخه ډېر ځپل شوی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.