د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د واورې، باران او تېزو بادونو اټکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د سالنګونو په ګډون د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د باران، واورې او تېزو بادونو د پېښېدو اټکل کړی.

د هوا پېژندنې ریاست د معلوماتو له مخې نن یکشنبه به د هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، دایکنډی، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بامیان، میدان وردګ، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی، جوزجان، بلخ، پروان، بغلان او پنجشېر ولایتونو کې د باران، واورې او تېزو بادونو امکان وی.

هوا پېژندنې ریاست خبرداری ورکړی، چې دغه اقلیمی بدلونونه ښایی د لارو بندېدو، د سیلابونو د راوتو او د یخنۍ د زیاتېدو لامل شی.

هوا پېژندنې ریاست له مسافرو، کروندګرو او د غرنیو سیمو له اوسېدونکو غوښتی، چې د یاد اقلیمی بدلون په پام کې نیولو سره احتیاطی تدابیر ونیسی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.