دفاع وزارت امریکا ته د افغانستان د چورلکو پر لېږد غبرګون ښودلی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان ملی دفاع وزارت له ازبکستان څخه امریکا ته د افغان چورلکو د انتقال په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دا کار یې د نه منلو وړ بللی.

د دفاع وزارت له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې یادې چورلکې د افغانستان ملکیت دی او باید بېرته افغان حکومت ته وسپارل شی.

په خبرپاڼه کې راغلی، دغه چورلکې چې د جمهوریت له راپرځېدو وروسته ازبکستان ته انتقال کړل شوی او اوس امریکا ته لېږدول کیږی، چې دا اقدام د افغانستان د حاکمیت او مالکیت خلاف دی.

دفاع وزارت له ګاونډیو هېوادونو غوښتی، چې د افغانانو حق ته درناوی ولری او له امریکا یې غوښتنه کړې، چې د یادو الوتکو د بېرته انتقال پر لاره دې خنډونه نه جوړوی.

د جمهوریت نظام له راپرځېدو وروسته د افغانستان ګڼې چورلکې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړی ډول ازبکستان او تاجکستان ته انتقال شوې، چې اوس امریکا په ازبکستان کې له دغو چورلکو ۷ پوځی هلیکوپټرې امریکا ته انتقال کړې.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.