کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمېشنری (UNHCR) د پاکستان له حکومت غوښتنه کړې، چې له اسلام آباد او راولپېنډۍ ښارونو دې افغان کډوال نه باسی.
دغه غوښتنه په داسې حال کې شوې چې د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د یادو ښارونو د پرېښودو لپاره محدود وخت ورکړی.
اسلام آباد کې د UNHCR ویاند قیصرخان افریدی ویلی، پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د یادو ښارونو پرېښودو لپاره ډېر کم وخت ورکړی، چې دا کار کډوالو ته جدی ستونزې جوړوی.
نوموړی ټینګار کړی، چې د کډوالو مسله باید د بشری حقونو له اصولو سره سم حل شی او د هغوی امنیت او اساسی اړتیاوې باید په پام کې ونیول شی UNHCR د پاکستان له حکومته غوښتی چې د افغان کډوالو د وېستلو پر پرېکړې بیاکتنه وکړی او هغوی ته دې کافی وخت ورکړی.
ملګری ملتونه وایی، د افغان کډوالو وضعیت باید د نړیوالو قوانینو او بشری اصولو له مخې حل شی.
په دې اړه د پاکستان حکومت تر اوسه رسمی غبرګون نه دی ښودلی، خو کډوال یې له سختو اندېښنو سره مخ کړی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ