کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسـ.ـی ثـ.ـانی د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کابل کې لیدنه کړې، چې په کې د واخان دهلېز او افغان ټرانس مهمو پروژو په اړه خبرې شوی.
د ټولګټو وزارت له لوری په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د واخان دهلېز د سروې چارې بشپړې شوی او اوس یې د ډیزاین پروسه روانه ده.
دغه دهلېز افغانستان له چین سره نښلوی او اقتصادی ارزښت یې خورا مهم بلل کیږی.
د دې ترڅنګ دواړو لوریو د افغان ټرانس پروژې په اړه هم بحث کړی، چې د مرکزی آسیا هېوادونه د افغانستان له لارې له سویلی آسیا سره نښلوی.
د ټولګټو وزیر ویلی، د دې پروژې په اړه د افغان حکومت له مشرانو سره خبرې شوی او دې مشرانو یې د عملی چارو پیل ته بشپړ چمتوالی ښودلی.
واخان دهلېز او افغان ټرانس هغه مهمې پروژې ګڼل کیږی، چې د چارو د شنونکو په باور د افغانستان اقتصادی پیاوړتیا او ځان بسیاینه کې اساسی رول لری.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ