ګارډین ورځپاڼه؛ د بایډن له ناکاره سیاست افغان ولسی خلک زیان وینی

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۱۵مه او د مارچ ۶مه نېټه ده) بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور او په دغه هېواد کې د روان وضعیت په اړه لیکنه خپره کړې ده.
په دغه لیکل شوی مطلب کې راغلی چې افغانان د اقتصادی وضعیت له امله اړ دی چې له خپل هېواده وتښتی.
ورځپاڼې لیکلی چې افغانستان کې اقتصادی او بشری وضعیت مخ په خرابېدو دی او بایډن لا هم د دغه هېواد ملی پانګه په خپلو بانکونو کې ساتلې ده. په مطلب کې وړاندې راځی چې په افغانستان کې یوازې ۵ میلیون ماشومان له قحطۍ سره مخ دی او په لکونو ځوانان د کار د نشتوالی له امله سخت ناهیلی شوی دی.
ګارډین کاږی چې که چېرته امریکا د افغانستان مالی پانګه ازاده نه کړی نو افغانان به تر ټولو بد بشری ناورین تجربه کړی او تاریخ به د بایډن دا جبر او ظلم هیڅکله هېر نه کړی.
د ورځپاڼې په باور امریکا او متحدینو یې د افغانستان د شل کلن ماموریت پر مهال د دغه هېواد لپاره هیڅ بنسټیز کار ونه کړ او اوسمهال بشردوستانه مرستو ته د افغانانو اړتیا او د دغه هېواد د اقتصادی ناورین لامل هم په دغه هېواد کې د امریکا او متحدینو ناکام ماموریت دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.