کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کندوز کې د سپین زر دولتی شرکت پر ۳۵ جریبه ځمکه د یو نیم میلیارد افغانیو په لګښت د سوداګریز ښارګوټی د جوړولو چارې رسماً پیل کړې.
د یاد شرکت مسوولین وایی، دا ښارګوټی به په دوو کلونو کې بشپړ شی او ۸ شپږ پوړیز مارکیټونه، ۱۵۰۰ دوکانونه، د تېلو پمپونه او نورې سوداګریزې اسانتیاوې به ولری.
د کندوز مرستیال والی د پروژې د پرانستې پر مهال ویلی، چې افغان حکومت د ښاری پرمختګ لپاره ژمن دی او د اقتصادی ودې لپاره د داسې بنیادی پروژو پلی کېدو ته لومړیتوب ورکوی.
د سیمې خلک او سوداګر وایی، دا پروژه به د سوداګرۍ او پانګونې وده چټکه کړی.
د یادونې وړ ده، چې سپین زر دولتی شرکت د سوداګریزو پروژو له لارې د کندوز په اقتصادی پرمختګ کې مهم رول لری او دا نوی ښارګوټی به د سوداګرو او پانګوالو لپاره نوې اسانتیاوې رامنځته کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ