کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت د لویو لارو پر مسافر وړونکو موټرو د سرعت محدودیت ټاکلی او اعلان یې کړی، چې چلوونکی نه شی کولای له ۱۰۵ کیلومتره په ساعت زیات سرعت وکړی.
د وزارت د چارواکو په وینا، د دې پرېکړې موخه د مسافرو خوندی تګ – راتګ او د ترافیکی پېښو مخنیوی دی.
مسوولین زیاتوی، د سرعت لا ښه کنټرول لپاره، په مسافر وړونکو موټرو کې جیپیاېس آلې نصب شوی او دا لړۍ لا هم روانه ده.
د ټرانسپورټ وزارت ټینګار کړی، چې د یاد سرعت له سرغړونې سره به قانونی چلند کیږی، څو د سړکونو خوندیتوب یقینی شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ