فلسطین د آزادۍ او مبارزې اوږد تاریخ لری. په دې زرګونه کلونو قدامت کې هر ځل د اشغالګرو ستراتېژی ناکامیږی.
د هرې دسیسې پایله یې ناکامی وی. اوس بیا د صهیونستی رژیم سرلاری بنیامین نتنیاهو داسې یو وړاندیز کړی چې له بشری، تاریخی او قانونی پلوه باطل دی. دا وړاندیز د صهیونیزم د متکبرانه ذهنیت او نیواکګرانه تفکر څرګندونه کوی.
نوموړی ویلی، چې فلسطین دې په سعودی عربستان کې جوړ شی؛ ځکه د ده په ټکو سعودی پراخې شاړې ځمکې لری. دا څرګندونې د دوی له لوری اشغال ته د مشروعیت ورکولو هڅه ده. د فلسطینیانو تاریخی هویت او له خپلې خاورې سره د دوی تړاو خورا ژور دی، چې د دې انکار په افسانوی فلسفو به دا تړاو نیمګړی نشی.
د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزارت سمدلاسه دا څرګندونې په کلکه رد کړې او دا یې د اشغالګرو هغه افراطی ذهنیت وباله، چې فلسطین د فلسطینیانو تاریخی، وجدانی او قانونی حق نه بولی او غواړی چې د زور له لارې د دوی هویت ته هم ضربه ورکړی. دا موقف په ښکاره توګه څرګندوی چې اسلامی نړۍ تر یوه بریده د فلسطین په مسأله کې په ویښېدو ده.
دا ډول نظریات یوازې د صهیونستی رژیم د مشرانو له خولې نه راوځی؛ بلکې د لوېدیځ سیاستوال یې هم ملاتړ کوی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلی، چې امریکا به د غزې تړانګه کنټرول کړی او هلته به د فلسطینیانو پر ځای صهیونستانو ته ځای ورکړی. دا څرګندونې د نیواک د پراخولو او د فلسطینی ولس د هویت محوه کولو دسیسه ښیی. د فلسطینیانو د ځورولو، مهاجر کولو، د هغوی د آزادۍ حق تر پښو لاندې کولو او بالآخره غزه له فلسطینیانو څخه د اخیستلو هڅه د بشری حقونو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده، خو لوېدیځ قدرتونه یې یا نه وینی او یا ورته پټه خوله پاتی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فلسطین د مهاجرت دا پلان په کلکه غندلی او څرګنده کړې یې ده، چې هېڅوک د غزې ولس له خپل ټاټوبی نه شی وېستلی.
دا څرګندونې د فلسطینی ولس د ثبات او مبارزې لپاره یو قوی اخلاقی ملاتړ دی، چې له بل هر چا وړاندې د اشغالګرو ذهنیت ته چیلنج ورکوی. د اسلامی نړۍ نور مشران هم باید دا موضوع جدی واخلی او یوازې پر ویناوو بسنه ونه کړی؛ بلکې عملی اقدامات وکړی.
د فلسطین مسأله فقد اسلامی موضوع نه ده. دا د بشری وجدان، عدالت او د نړیوال نظام د مشروعیت یوه ستره آزموینه ده. که د نړیوالو قوانینو تر سیوری لاندې اشغالګر ته اجازه ورکول کېږی، چې یو ملت له خپلې خاورې وباسی، نو دا به د نړیوال عدالت مفهوم ته هم ضربه ورسوی؛ ځکه نن که فلسطینیان وېستل کېږی، سبا به د نړۍ هر بل ملت له ورته برخلیک سره مخ شی.
په دې حساسو شېبو کې یوازې غبرګون ښودل بسنه نه کوی. د اسلامی نړۍ مشران باید د فلسطینیانو لپاره یو عملی، مؤثر او واقعی ملاتړ ته راودانګی.
سعودی عربستان، ترکیه، ایران، قطر او نور اسلامی هېوادونه باید د فلسطین د مسألې لپاره یو موټی شی او د اقتصادی، سیاسی او نظامی لارو چارو په کارولو سره صهیونستی نیواک ته د پای ټکی کېږدی.
که اسلامی نړۍ یو موټی شی، نو نه یوازې د فلسطین د آزادۍ لاره آسانه کېدای شی؛ بلکې دا به د نیواکګرو د هر ډول راتلونکو دسیسو مخه هم ونیسی.
د تاریخ اوږدو شپو کې د اشغالګرو پر وړاندې یوازې مقاومت د آزادۍ ضامن پاتې شوی. فلسطین به یوازې د خالی شعارونو له لارې آزاد نه شی؛ بلکې دا کار د عملی ګامونو، سیاسی فشار او د اسلامی نړۍ د یووالی له لارې ممکن کېدای شی.
ــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ