په ننګرهار کې د غلو اوه کسیزه ډله نیول شوې

ګهځ: نن دوشنبه (د کب ۱۶مه او د مارچ ۷مه نېټه ده) د ننګرهار ځایی امنیتی چارواکی وایی، چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې د غلو او انسان تښتوونکو ۷ کسیزه ډله نیولې ده.
د دغه ولایت د استخباراتو رییس ډاکټر بشیر وایی، په نیول شویو داسې کسان هم شته، چې د اسلامی امارت له نومه په ګټه اخستو یې د خلکو له کورونو غلا کوله.
د ښاغلی بشیر په وینا دغه غله یې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال نیولی دی.
ویل کېږی، دوی کې هغه کسان هم شامل دی، چې د کابل-جلال اباد پر لویه لار یې له خلکو موټر غلا کول او بیا به یې په بل چا پلورل.
د چارواکو په وینا، د غلاو او انسان تښتوونکو په وړاندې یې دریځ جدی دی او هېچاته به دا اجازه ورنه‌ کړی چې د ښار امنیت وننګوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.