د ننګرهار ټرافیکو مدیریت تېرو لسو میاشتو کې ۵۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار امنیې قومندانۍ مرستیال مولوی محمد طاهر مبارز ویلی، د دغه قومندانۍ تر چتر لاندې د ننګرهار ټرافیکو مدیریت تېرو لسو میاشتو کې ۵۲ میلونه ۱۹۶ زره او ۷۶۶ افغانۍ عواید راټول کړی دی.

د ده په خبره دغه عواید د ۱۹ زره ۹۶۸ جوازونو او لایسنسونو د وېشلو په پایله کې راټول او امارتی خزانې ته سپارل شوی دی.

دغه راز مبارز زیاته کړې، چې ننګرهار ټرافیکو مدیریت د ټرافیکی نظم ښه والی لپاره په بېلابېلو واټونو کې سیګنالونه نصب کړی او په ټولو څلور لارو او واټونو کې یې د ۴۰ زره متره مربع په اندازه ټرافیکی لیکې جوړې کړې دی.

نوموړی زیاتوی چې ټرافیکو مدیریت هڅه کوی، څو دغه ولایت کې ټرافیکی قوانینو اړوند ټولې چارې په مسلکی او ښه ډول تنظیم کړی.

جلال آباد ښار چې نسبتاً وړوکی ښار دی، د مسوولینو په وینا دغه هڅې کولی شی، د ننګرهار ټرافیکی نظم ښه والی کې مهم رول ولوبوی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.