کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ رسنیو مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د دغه ولایت سرپرست والی په امر د بلخ د علماوو شورا د رییس په مشرۍ یوه نهه کسیز پلاوی ازبکستان ته سفر کړی او د هغه هېواد له چارواکو سره یې غونډه کړې.
د خبرپاڼې پر بنسټ دې غونډه کې د مشترک بازار، ټرانزیټی وسایطو ته د اجازې ورکولو، د مشترک بازار روغتون ته په پېژندپاڼه د بېړنیو ناروغانو وړلو اجازې او د ویزې د صدور په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې شوی.
لیدنه کې د یادو او نورو ورته مسایلو په اړه دواړو لورو یو لړ پرېکړې هم کړې دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ