کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فلسطیني بندیانو د اطلاع رسونې دفتر ویلي، چې ټاکل شوې نن شنبه د صهیونیستي رژیم او حماس غورځنګ ترمنځ د بندیانو د تبادلې شپږم پړاو ترسره شي.
د دغې تبادلې په ترڅ کې به ۳۶۹ فلسطیني بندیان د درې اسراییلي بندیانو په بدل کې آزاد شي.
رویټرز د حماس له قوله راپور ورکړی، چې نن شنبه درې اسراییلي بندیان آزادوي.
وړاندې تر دې حـ ـماس د تبادلې د ځنډولو ګواښ کړی و.
حماس اسراییل تورن کړی وو، چې غزې ته د بشري مرستو د نه پرېښودو له امله یې اوربند نقض کړی او ګواښ یې کړی و، چې د درې اسراییلي بندیانو خوشې کول به وځنډوي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/