کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبری آژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې عربی هېوادونه د سعودی عربستان په مشرۍ د فلسطین په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دریځ پر بدیلې طرحې کار کوی.
د راپور له مخې ټرمپ ویلی، له غزې به ټول فلسطینیان وباسی او په مصر او اردن کې به یې ځای پر ځای کړی.
نوموړی غزه یوه ویجاړه سیمه بللې او ټینګار یې کړی، چې د بیا رغولو لپاره به اقدامات وکړی.
رویټرز د لسو سرچینو په حواله لیکلی، سعودی عربستان، مصر، اردن او متحده عربی امارات به د روانې زېږدیزې میاشتې په اوږدو کې به په ریاض کې یوه مهمه غونډه جوړه کړی، چې په کې به د ټرمپ د دریځ پر بدیلې طرحې بحث وشی.
د سرچینې په وینا عربی هېوادونه هڅه کوی، چې د فلسطینیانو حقونه خوندی کړی او داسې حل ومومی، چې د سیمې ثبات ته زیان ونه رسوی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ