کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسلام آباد او پېښور کې مېشت یو شمېر افغان کډوال شکایت کوی، چې په دولتی روغتونونو کې ورته لازمی روغتیایی خدمات نه وړاندې کیږی او که یې شخصی روغتونونو ته لاړ شی، نو ترې د درملنې لوړې پیسې اخیستل کیږی.
افغان کډوال زیاتوی، چې د پاکستان اقتصادی بحران د دوی پر ژوند هم منفی اغېز کړی او روغتیایی خدماتو ته لاسرسی ورته ستونزمن شوی دی.
د اسلام آباد پمز روغتون ویاند ډاکټر مبشر ویلی، هغه افغانان چې قانونی اسناد نه لری، یوازې د لومړنۍ طبی کتنې او عاجلې درملنې حق لری او وروسته ورته نور خدمات نه وړاندې کیږی، خو په وینا یې د پی او آر (PoR) کارت لرونکی کډوال کولای شی، په دولتی روغتونونو کې درملنه وکړی.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د روغتیایی خدماتو محدودیت لا هم د اندېښنې وړ دی، چې د اقتصادی ستونزو له امله نور هم زیات شوی.
کډوال له پاکستانی چارواکو غواړی، چې د بشری ملاحظاتو له مخې د روغتیایی خدماتو د محدودیت ستونزه حل کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ