د نورستان وانت ولسوالۍ کې یو روغتیایی مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ‏عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د نورستان ولایت د وانت ولسوالۍ په نشیګرام سیمه کې یو روغتیایی مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلی، چې دغه مرکز به د سیمې اوسېدونکو د روغتیایی ستونزو په حل کې تر ډېره مرسته وکړی.

له بلې خوا د نشیګرام اوسېدونکی د دې مرکز په جوړېدو خوښی څرګندوی او زیاتوی، چې له دې وړاندې به د روغتیایی خدماتو لپاره تر لرې سیمو تلل او له امله یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

تر دې وړاندې عامې روغتیا وزارت د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې هم د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یو بل روغتیایی مرکز د جوړېدو چارې پیل کړې وې.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.