کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قزاقستان ټرانسپورت وزارت خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ریل لارو د ملی شرکت رییس دامیر کوژاخامیتوف پاکستان ته سفر کړی، څو د افغان – ټرانس پروژې د پرمختګ لپاره د ټرانسپورت او لوژستیکی شرکتونو سره خبرې وکړی.
قزاقستانی رسنیو د خپلو چارواکو له قوله ویلی، چې دوی پاکستان او نورې خواوې د دې پروژې ملاتړ ته وهڅوی، څو د افغانستان له لارې د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د اورګاډی د نښلولو پروژه چټکه شی.
یاده پروژه په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان د مخکنی حکومت، پاکستان او ازبکستان ترمنځ لاسلیک شوې وه، چې له مخې یې باید د افغانستان له لارې د اورګاډی ترانزیټی لاره جوړه شی.
کارپوهان باور لری، چې که دغه پروژه عملی شی، نو نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې لپاره به اقتصادی فرصتونه برابر کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ