د اقتصاد وزارت مسلکی مرستیال جاپان ته په سفر لاړ

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اقتصاد وزارت مسلکی مرستیال عبدالطیف نظری د یوه پلاوی په ملتیا جاپان ته سفر وکړ.

نوموړی د خپل سفر په تړاو پر خپلې اېکس‌ پاڼې لیکلی، د یوه پیاوړی، پرمختللی او ارامه افغانستان لپاره له نړۍ سره د متقابل درناوی پر بنسټ د تعامل غوښتونکی دی.

نظری د دې سفر د موخې او اجنډا په اړه نور جزییات نه دی ورکړی، خو اټکل کیږی چې نوموړی به د اقتصادی همکاریو، پانګونې او افغانستان ته د نړیوال ملاتړ جلبولو په اړه له جاپانی چارواکو او اقتصادی بنسټونو سره خبرې وکړی.

جاپان له تېرو دوه لسیزو راهیسې د افغانستان د بیارغونې او پراختیا په برخه کې یو له مهمو نړیوالو همکارانو څخه پاتې شوی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.