ممبۍ انډینز د الله محمد غضنفر پر ځای له مجیب الرحمان سره تړون وکړ

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هند کرکټ غوره لیګ IPL  کې د ممبۍ انډینز لوبډلې د ۲۰۲۵ کال سیالیو لپاره د افغانستان تکړه بالر مجیب الرحمان سره تړون وکړ.

دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې ډاکټرانو ځوان افغان لوبغاړی الله محمد غضنفر د ټپونو له امله څلور میاشتې له هر ډول کرکټ څخه منع کړ.

ممبۍ انډینز لوبډلې الله محمد غضنفر د IPL بولۍ له لارې پېرلی و، خو د نوموړی د ټپونو له کبله اړ شول، چې د هغه پر ځای بل لوبغاړی وټاکی.

د یادې لوبډلې مسوولینو ویلی، مجیب الرحمان به د ۲۰۲۵ آی‌ پی‌ اېل سیالیو لپاره د ممبۍ انډینز په ترکیب کې شامل وی.

مجیب الرحمان یو تجربه‌ لرونکی توپ اچونکی دی، چې له دې وړاندې یې هم په بېلابېلو نړیوالو لیګونو کې ښه ځلیدلی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.