کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې پر یوې پوستې د وسلوالو د برید له امله یو پوځی وژل شوی او دوه نور ژوبل دی.
د راپور پر بنسټ دغه برید د بلوچستان په قلات سیمه کې شوی دی.
د بلوچستان ایالتی حکومت د ویاند ویلی، بریدګر له برید وروسته تښتېدلی، خو په خبره یې د لټون لپاره یې چاڼیز عملیات جریان لری.
تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې وسلوالې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.
د پاکستان ګڼې سیمې دې وروستیو د ورته بریدونو او پېښو سره مخ دی، چې له امله یې دغه هېواد کې د اوسېدونکو ژوند تریخ شوی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ