کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غور ولایتی چارواکو ویلی، چې د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د واورې ښویېدو له امله درې تنه مړه شوی دی.
د غور امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدری رسنیو ته ویلی، چې دا پېښه د غور – هلمند پر لار د پسابند ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړی په وینا، یادو دریو کسانو غوښتل چې له غور څخه هلمند ته ولاړ شی، خو د سختو واورو له امله بند پاتی او د واورې ښویېدو له امله یې ژوند بایللی دی.
د سیمه ییزو سرچینو په وینا، دې وروستیو کې سختو واورو او خرابې هوا د غور – هلمند لارې مسافر له ګڼو ستونزو سره مخ کړی وو.
د ژمی په موسم کې د افغانستان په ګڼو غرنیو سیمو کې د واورې ښویېدو پېښې رامنځته کیږی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ