د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې د یوناما ماموریت دوام په اړه ناسته کوی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ملګرو ملتونو امنیت شورا ته نږدې سرچینو ویلی، چې د یادې شورا غړی به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) د ماموریت په اړه غونډه جوړوی.

دا غونډه به د یوناما د راتلونکی برخلیک په اړه پرېکړه وکړی؛ ځکه د دې ماموریت موده د مارچ میاشتې په ۱۷مه پای ته رسیږی.

د سرچینې په وینا دې غونډه کې دوه طرحې چمتو شوی، چې یوه یې د سویلی کوریا او امریکا له لوری وړاندې شوې او بله د چین او پاکستان له لوری جوړه شوې ده.

تر دې دمه د دواړو طرحو د جزیاتو په اړه بشپړ معلومات نه دی خپاره شوی، خو تمه ده چې د یوناما د راتلونکې د څرنګوالی، صلاحیتونو او د افغانستان له حکومت سره د تعامل پر څرنګوالی تمرکز وکړی.

د یوناما د ماموریت د تمدید، محدودیت یا بدلون په اړه لا هم وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، خو شنونکی باور لری چې د امنیت شورا د غونډې پایله به د افغانستان پر سیاسی تعاملاتو او نړیوالو اړیکو مستقیم اغېز ولری.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.