متقی په یوه رسمی سفر ترکیې ته روان شو

ګهیځ: نن چهارشنبه (د کب ۱۸مه او د مارچ ۹مه نېټه ده) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیرخان متقی د یوه پلاوی په مشرۍ ترکیې ته په سفر ووت.
متقی ترکیې ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر چاویش اوغلو په رسمی بلنه ورځی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات ویاند عبدالقهار بلخی وایی، امیرخان متقی به په ترکیه کې د انتالیا په ډیپلوماټیک فورم کې ګډون وکړی او هلته به د افغانستان په اړه ګډونوالو ته وینا وکړی.
سرپرست وزیر امیرخان متقی به هلته د ترکیې او د نړۍ د نورو هیوادونو څخه د راغلیو لوړ پوړو پلاویو سره ناستې ولری او د افغانستان په اړه به بحث وکړی.
د انتالیا فورم د روانې مارچ میاشتې له ۱۱ مې تر ۱۳ مې نېټې پورې د (ډیپلوماسۍ بیا تعریفول) تر سرلیک لاندی جوړیږی.
دا ترکیې د ښاغلی متقی دوهم سفر دی او د ناروې په ګډون د سیمې ځینې نورو هېوادونو ته هم تللی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.