کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې هندی رسنیو راپور ورکړی، چې افغانستان کې د اوسنی حکومت له بیا واکمنۍ وروسته د افغانستان او هند ترمنځ په سوداګرۍ کې د پام وړ ښه والی راغلی.
د انډین اکسپرېس د راپور له مخې، تېرو دریو کلونو کې افغانستان ته د هند صادرات کم شوی، خو برعکس له افغانستانه هند ته واردات زیات شوی دی.
سرچینې وایی، د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ مالی کلونو په جریان کې هند ته د افغانستان صادراتو کچه ۶۴۲.۲۹ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.
افغانستان هند ته انځر، کشمش، مڼې، وږه، زعفران، بادام، زردالو، پیاز، انار، چهار مغز او طبی بوټی صادروی، چې دا توکی د دواړو هېوادونو د سوداګریزې راکړې – ورکړې مهمه برخه جوړوی.
د دواړو هېوادونو چارواکو په وروستیو کې هڅې پیل کړی، څو د کابل – ډهلی سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ