د ماین پاکۍ لپاره له DRC موسسې سره د یو میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه وشوه

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالی ملی ادارې د ماین پاکۍ موسسې DRC سره د یو میلیون ډالرو په ارزښت د ماین پاکۍ هوکړه لاسلیک کړه.

په دې کتنه کې چې د دې ادارې رییس نورالدین ترابی، د DRC موسسې مشرې دانیا الشریف او د هغې مل پلاوی ګډون کړی و، په افغانستان کې د ماین پاکۍ اړتیا او د دې پروګرام د عملی کولو پر څرنګوالی خبرې وشوې.

د هوکړې پر بنسټ یادې موسسې ته دنده وسپارل شوه، چې په کابل، پروان، لوګر، میدان وردګ او غزنی ولایتونو کې څه باندې ۲۰۰ زره مربع متره ځمکه له ماینونو پاکه کړی.

د موسسې مشرې دانیا الشریف د دې پروژې د عملی کولو ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې تر ۴ زره زیات کسان به په مستقیم او غیر مستقیم ډول له دې فعالیتونو ګټه پورته کړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.