کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ماشومانو د روغتیا اندراګاندی روغتون د داخله برخې مسوولینو ویلی، دې وروستیو ورځو کې د ماشومانو تنفسی ناروغیو ډېرښت موندلی.
د دوی په خبره دغه روغتون کې د ورځې له ۲۰ تر ۳۰ پورې په تنفسی ناروغۍ اخته ماشومان بستریږی.
دوی زیاتوی، چې د اندراګاندی روغتون د تنفسی ناروغو او سینه بغل څانګه اوس مهال په یو بستر کې له څلورو تر پنځو ناروغو ماشومانو درملنه کوی.
په داسې حال کې چې ناروغ لرونکو تر دې وړاندې هم د درملنې د بسترونو له کموالی شکایتونه درلودل.
د ډاکټرانو په خبره، د سړې او ککړې هوا سربېره، بې وزلی او بې کاری، حفظ الصحې ته نه پاملرنه او له ماشومانو د ناروغو کسانو لرې نه ساتل د دې لامل کیږی، چې ډېری ماشومان په تنفسی ناروغۍ اخته شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ