کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسلامی همکاریو سازمان مرستیال او افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړی استازی طارق بخت د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر امـ ـیرخان مـ ـتقی سره کتلی.
په دې کتنه کې دواړو لورو د امنیت، تعلیم، د نشه یی توکو پر ضد مبارزې، اقتصاد، بشری او پرمختیایی مرستو او د اسلامی همکاریو سازمان کې د افغان حکومت د استازیتوب پر پیاوړتیا خبرې کړی.
طارق بخت ویلی، دوی له افغانستان سره د سلیقوی چلند پلویان نه دی؛ بلکې پر واقعیتونو د متمرکز تعامل تګلاره تعقیبوی.
نوموړی زیاته کړې، چې افغانستان ته د دې لپاره راغلی، څو ځمکنی واقعیتونه ومومی او د همدغو واقعیتونو په رڼا کې خپلواکه پرېکړه وکړی.
په ورته مهال د بهرنیو چارو وزیر امـ ـیرخان متقی ویلی، بهرنیو رسنیو کې انعکاس ورکوونکی مسایل د افغانستان له ځمکنی واقعیتونو ډېر توپیر لری.
نوموړی هیله وښوده، چې نړیوال باید د رسنیز انځور پر ځای د افغانستان حقیقی وضعیت ته وګوری.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ