کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هلمند امنیتی مسوولینو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت ګرشک ولسوالۍ کې یوه ترافیکی پېښه رامنځته شوې، چې له امله یې شپږو کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې.
د هلمند امنیې قوماندانۍ ویاند ویلی، دا پېښه د پارچاو سیمه کې هغه مهال شوې، چې کله یو ویګو ډوله موټر د بغرا کانال ته ولوېد.
د پېښې په پایله کې ۲ تنه مړه او ۴ نور ټپیان شول.
مسوولینو ویلی، ټپیان د ګرشک ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوی، چې له ډلې یې د ۳ تنو روغتیایی حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ