جلال آباد ښاروالۍ تېرو لسو میاشتو کې ۵۳۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳۰ مه نېټه)

د جلال آباد ښاروالۍ د عوایدو رییس قاری عبدالواسع معاز د شفافیت او حساب ورکولو خبری ناسته کې ویلی، چې د ۱۴۰۳ مالی کال په تېرو لسو میاشتو کې دغې ښاروالۍ ۵۳۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړی.

د نوموړی په وینا، دا عواید د بېلابېلو سرچینو، لکه د باقیداری، جوازونو، تجارتی او رهایشی ملکیتونو کرایو له لارې راټول شوی او ۵۰۸ میلیونه افغانۍ یې د ښار نهو ناحیو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره لګول شوی دی.

دغه راز معاز زیاته کړې، چې د ښاروالۍ د عوایدو له ډلې ۵۰ میلیونه افغانۍ د باقیداری، ۳۶ میلیونه افغانۍ د جوازونو او پاتې عواید د ملکیتونو کرایو له لارې راټول شوی دی.

نوموړی زیاتوی، چې د جلال آباد ښاروالۍ په ۱۴۰۴ مالی کال کې د یو میلیارد ۲۰ میلیونه افغانیو د عوایدو هدف ټاکلی او هڅه کوی، چې دا هدف ترلاسه کړی.

جلال آباد ښار د ښاروالۍ د مسوولینو په وینا، د بېلابېلو خدمتونو، سړکونو رغونې او ښاری نظم ښه والی ته اړتیا لری او د عوایدو راټولولو هڅې کولی شی، چې د ښار د لا پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.