کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایرانی رسنیو راپور ورکړی، چې دغه هېواد په آزادو سوداګریزو سیمو کې د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره نوې اسانتیاوې رامنځته کړی.
د دې اسانتیاوو له مخې افغان پانګوال کولی شی په ایران کې د خپلو سوداګریزو توکو لپاره د ګدامونو جوړولو ترڅنګ، د اقامې ترلاسه کولو اسانتیا هم ولری.
د ایرانی آزادو سوداګریزو سیمو مسوولین وایی، دوی افغان پانګوالو ته د سرمایه ګذاری او سوداګرۍ په برخه کې مهم فرصتونه برابروی.
په دې سره د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم له دغه اقدام هرکلی کوی او دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادی اړیکو پراختیا لپاره اغېزمن ګڼی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ