امریکا او روسیې د اوکراین جګړې پر ختمولو توافق کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په ریاض کې د لیدنې پرمهال د دواړو هېوادونو د اړیکو پر ښه والی، د اوکراین جګړې پر ختمولو او د اقتصادی همکاریو پر ارزونې خبرې کړی.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پلازمېنه ریاض کې رسمی ناسته کړې، چې هدف یې د واشنګټن او مسکو ترمنځ د سیاسی او اقتصادی اړیکو ښه کول او د اوکراین جګړې ختمولو لپاره د حل لارو موندل وو.

روبیو له دې کتنې وروسته رسنیو ته ویلی، چې خبرې یې په دریو مهمو ټکو متمرکزې وې، د واشنګټن او مسکو په سفارتونو کې د دیپلوماتانو بیا استول، د اوکراین د سولې د خبرو د ملاتړ لپاره د لوړ پوړیو ډلو استول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادی همکاریو او نږدې اړیکو ارزونه وه.

که څه هم د امریکا او روسیې اړیکې له اوږدې مودې راهیسې ترینګلې دی، خو دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د احتمالی تفاهم نښه ګڼل کیږی. د دې کتنې جزئیات لا ډېر نه دی څرګند شوی، خو تمه کیږی چې په نږدې راتلونکی کې به دواړه لوری د یادو موضوعاتو د عملی کېدو لپاره نور ګامونه واخلی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.