ګهیځ: نن پنجشنبه (د کب ۱۹مه او د مارچ ۱۱مه نېټه ده) د افغان حکومت د رییس الوزراء مرستیال وایی، په افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه کسان په نشه یی توکو روږد دی.
نوموړی وویل چې د دوی له ډلې، نژدې یو میلیون ښځې او ماشومان دی.
عبدالسلام حنفی دا خبرې د چهارشنبې په ورځ (د کب ۱۸مې) د ژغورنې نړیوالې کمېټې له مرستیالې میډلن سیډلر سره د لیدو پر مهال کړی. مولوی حنفی ویلی، که نړیواله ټولنه له افغان کروندګرو سره د کرنې لپاره د بدیل په برخه کې مرسته وکړی، دوی ژمن دی چې د نشه یی توکو د کښت او کروندې مخه ونیسی.
دا په داسې حال کیده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې په نشه یی توکو د اخته کسانو د درملنې کمپاین هم پیل کړی دی.
یاد وزارت په تیره نوامبر میاشت کې ویلی و چې په کابل کې د درملنې په موخه په زرګونه روږدی د درملنې مرکزونو ته وړل شوی دی.
گهیځ