کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبری آژانس د نړیوال بانک، ملګرو ملتونو او اروپایی ټولنې د ګډې ارزونې له مخې ویلی، چې د غزې د جګړې له ختمېدو وروسته د بیارغونې لپاره شاوخوا ۵۳ میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده.
دوی ویلی، دغه پروسه به لس کاله وخت ونیسی او په لومړیو دریو کلونو کې باید ۲۰ میلیارده ډالر برابر شی.
د رویټرز په خبره د ۱۵ میاشتو جګړې له امله د غزې د زیربنایی ودانیو، عامه خدماتو، کورونو، سړکونو او برېښنا شبکو پراخ زیانونه لیدلی، چې د بېرته رغولو لپاره به لس کاله وخت ونیسی.
د ارزونې له مخې باید د دغه پروسې لپاره په لومړیو دریو کلونو کې ۲۰ میلیارده ډالر برابر شی، څو بنسټیزې اړتیاوې پوره او د خلکو ژوند بېرته عادی حالت ته راوګرځی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ